په کروناویروس د اخته لومړني کس مشخص کونکی هراتی ډاکټرهم سا ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91896-په_کروناویروس_د_اخته_لومړني_کس_مشخص_کونکی_هراتی_ډاکټرهم_سا_ورکړه
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څه وخت مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندیز کړی و چې ډاکتر بسیم ته د خدمت مډال ورکړي خو دا کار د ده په ژوند ونه شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2020 01:04 Asia/Kabul
  • په کروناویروس د اخته لومړني کس مشخص کونکی هراتی ډاکټرهم سا ورکړه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څه وخت مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندیز کړی و چې ډاکتر بسیم ته د خدمت مډال ورکړي خو دا کار د ده په ژوند ونه شو.

زمونږبخریال راپور راکړ د افغانستان د هرات ولایت د د عامې روغتیا ریاست  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، هغه ډاکتر د کرونا ویروس قرباني شوی چې په دغه ولایت کې ئې په کرونا ککړ لومړنی کس تشخیص کړی و.

د هرات د عامې روغتیا د ریاست ویاند محمد رفیق شیرزي پرون په یولړ څرګندون کې وئيلي دي ، ډاکتر میر محمد ابراهیم بسیم  د تنفسي ستونزې او د زړه د درېدو په خاطر ساه ورکړې ده .

د شیرزي په خبره ډاکتر بسیم د هرات د حوزوي روغتون د انتاني څانګې مسئو ل ؤ او په افغانستان کې ئې له کرونا ویروس سره د مبارزې یو  سرلاری  ؤ.ډاکتر ابراهیم بسیم یو وار مخکې هم په کرونا اخته شوی و او دا یې دویم وار و.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څه وخت مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندیز کړی و چې ډاکتر بسیم ته د خدمت مډال ورکړي خو دا کار د ده په ژوند ونه شو.

داپه داسې حال کې دي چې    د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکائي د څار یا سیګار ادارې راپور ورکړی چې افغانستان د کرونا ویروس په خاطر له سخت اقتصادي ځوړ سره مخ دی.

په راپور کې دا ګواښ شوی چې د کرونا وبا د اقتصادي تاوان په خاطر، میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ کېدای شي.

په افغانستان کې څه باندې شپږ دېرش نیم زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي  او دغه راز  ئې د قربانیانو شمیر هم کابو  دیارلس سوه تنه اعلان شوی دی. که څه هم حکومت له بېوزلو سره د وچې ډوډۍ او د مرستو پروګرامونه پیل کړي خو عام خلک وايي چې کارونه یې له لاسه ورکړي او له سخت حالت سره مخ دي.

Image Caption