د افغانستان حکومت ۱۵۰ طالبان آزاد کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91916-د_افغانستان_حکومت_۱۵۰_طالبان_آزاد_کړل
د افغانستان حکومت د دغه هیواد په جیلونو کښې زنداني ۱۵۰ تنه نور طالبان خوشې کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 02, 2020 00:24 Asia/Kabul
  • آرشیو
    آرشیو

د افغانستان حکومت د دغه هیواد په جیلونو کښې زنداني ۱۵۰ تنه نور طالبان خوشې کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل پرون وویل چې حکومت دغه ۱۵۰ طالب زندانیان چې د دغې ډلې له نوملړه په بهرو ۵۰۰ زندانیانو کښې شامل دي، د پروان او نورو ولایتونو له زندانونو خوشې کړې دي.

د ویلو ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ د لوې اختر په مناسبت د طالبانو له خوا د زنداني افغان امنیتي ځواکونو د آزادۍ په بدل کښې د دغې ډلې د ۵۰۰ نورو قیدیانو د خوشې کولو حکم صادر کړی و.

هغه وویل چې دغه زندانیان په لوې اختر کښې د اوربند د اعلان په هکله د طالبانو د پریکړې د هرکلي او د صلحې د بهیر د ګړندي کیدو په موخه آزادیږي او د دغې ډلې په پنځه زره کسیز لیسټ کښې نه دي شامل.

له بلې خوا په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم وویل چې دغې ډلې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ۸۲ نورو بندیانو په آزادولو سره د افغانستان د حکومت د ۱۰۰۰ تنو زندانیانو د آزادۍ بهیر بشپړ کړی دی او کابل ته هم پکار دي چې پاتې طالب قیدیان خوشې کړي.