د افغانستان چارواکو د جلال اباد برید وغاند
زمونږ خبریال وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله د جلال اباد ښار په زندان د داعش ترهګرې ډلې حمله وغندله .
اشرف غني بیګا وویل ترهګر په دا ډول بریدونو سره په هیواد کښې د ثبات او د سولې لپاره د افغانستان د حکومت اراده نشي کمزوري کولای .
د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله هم وویل دا ډول بریدونه به د افغانانو ترمینخ د سولې د خبرواترو په پیلیدا اغیز ونه لري .
په عین حال کښې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د جلال اباد په زندان د داعش تکفیري ترهګرې ډلې د حملې په غندلو سره وویل دغه برید د هیواد د دښمانانو کار دی او خلک باید د ترهګرو ډلو د جنایتونو په هکله ځیر ووسي او د خپل وحدت په ساتلو سره د بهرنیو لاسوهنو په وړاندې مقاومت وکړي .
د افغانستان د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په زندان کښې د داعش ترهګرې ډلې له غړیو سره د حکومتي عسکرو نښته د نهو(۹) یرغلګرو په وژل کیدا سره پاتې ته رسیدلي ده .
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي په دې هکله وویل په دغه نښته کښې نهویشت (۲۹) کسان وژل شوي او کابو پنځوس (۵۰) نور ژوبل شوي دي .