په کابل کښې لویې جرګې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92089-په_کابل_کښې_لویې_جرګې_لپاره_کلک_امنیتي_تدابیر_نیول_شوي_دي
ټاکل شوې چې نن په کابل کې مشورتي لویه جرګه جوړه شي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغې جرګې لپاره د کلکو امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکړے دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 07, 2020 02:15 Asia/Kabul
  • په کابل  کښې لویې جرګې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي

ټاکل شوې چې نن په کابل کې مشورتي لویه جرګه جوړه شي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغې جرګې لپاره د کلکو امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکړے دے.

د  افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د پرون خبریالانو ته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لويې جرګې د امنیت د خوندیتوب لپاره له یوې اونۍ راهیسې یو لړ اقدامات ترسره کړي دي.

ارین زیاته کړه: "ډاډ ورکوو چې ټول ځواکونه هڅه کوي هغه راز چې لازمه ده امنیت ټینګ کړي ترڅو د لویې جرګې ګډونوال په ارامه فضا کې په دې جرګه کې ګډون وکړي او دا لوی مراسم په بریالیتوب سره پای ته ورسېږي".

مشورتي لویه جرګه نن جمعې په ورځ د کابل په پولي تخنیک پوهنتون کې د لویې جرګې په خیمه کې ترسره کېږي.

د مشورتي لویې جرګې امنیتي کمېسیون له خلکو څخه غوښتي چې د دغې جرګې تر پای ته رسېدو پورې د کابل او ولایتونو ترمنځ له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د مشورتي لویې جرګې امنیتي کمېسیون ویلي په دغو سیمو کې د خلکو او ناروغانو د انتقالولو لپاره د پولیسو بسونه او امبولانسونه توظیف شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې په دې جرګه کې له طالبانو سره د سولې د خبرو څرنګوالي او د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک روښانه کولو په تړاو د خلکو له استازو سره سلامشورې کېږي.

د افغان چارواکو پر وینا دا جرګه د ۱۳۹۸ کال د مشورتي لویې جرګې په دوام جوړېږي او غړي یې هم د پخوانۍ جرګې ګډونوال دي.

د تېر کال په مشورتي لویه جرګه کې د سیاسي جریانونو، ښځو او جهادي ګوندونو ۳۲۰۰ استازو ګډون کړی وو.