افغان کابینې د ښوونځیو د حضوري درسونو پیلېدو طرحه تصویب کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92178-افغان_کابینې_د_ښوونځیو_د_حضوري_درسونو_پیلېدو_طرحه_تصویب_کړه
له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د کابینې طرحه د روغتیايي دستور العملونو په رعایتولو سره د راتلونکي وږې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تائید شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2020 08:32 Asia/Kabul
  • افغان کابینې د ښوونځیو د حضوري درسونو پیلېدو طرحه تصویب کړه

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د کابینې طرحه د روغتیايي دستور العملونو په رعایتولو سره د راتلونکي وږې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تائید شوه.

د ولسمشر غني په مشري د کابینې غونډې د دولتي او خصوصي ښوونځیو د حضوري درسونو پیلېدو طرحه تصویب کړه.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د کابینې طرحه د روغتیايي دستور العملونو په رعایتولو سره د راتلونکي وږې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تائید شوه.

په اعلامیه کې راغلي: د افغان  ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه د دولتي ښوونځيو د یوولسم او دولسم ټولګیو، د شپنیو لېسو له اووم تر دولسم ټولګیو او د خصوصي ښوونځیو له لومړي تر دولسم ټولګیو پورې د حضوري درسونو د پیل په اړه د کابینې طرحه د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي دستورالعملونو په رعایت کولو سره د ۱۳۹۹ کال د وږي میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تصویب کړه."

دا چې په دولتي ښوونځیو کې به له یوولیسم ټولیګو څخه د ټيټو ټولیګو حضوري درسونه کله پيل شې معلومه نه ده.

په افغانستان کې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته شااوخوا پنځه میاشتې مخکې د هیواد ټول تعلیمي مرکزونه رخصت شول.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې ویلي و چې د تعلیمي مرکزونو پرانیستلو پرمهال باید روغتیايي لارښوونې په نظر کې ونیول شي.

افغان کابینې د روانې زمري میاشتې پر ۱۴مه د پوهنتونونو د حضوري درسونو طرحه هم تائید کړه.