افغان حکومت ۸۰ تنه طالب زندانیان آزاد کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92225-افغان_حکومت_۸۰_تنه_طالب_زندانیان_آزاد_کړل
افغان حکومت پرون ناوخته د څرخي پله له زندانه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې ۸۰ کسان آزاد کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 14, 2020 08:46 Asia/Kabul
  • افغان حکومت ۸۰ تنه طالب زندانیان آزاد کړل

افغان حکومت پرون ناوخته د څرخي پله له زندانه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې ۸۰ کسان آزاد کړي دي.

د  افغانستان د ملي امینت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپانه کې راغلي: «ټولو ازاد شویو زندانیانو سوګندخوړلی چې له ازادۍ وروسته به صلح ایز ژوند شروع کوي او د افغانانو  خلاف به بیا جګړه نه کوي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، آزاد شویو طالب بندیانو همدارنګ په خپل سوګند کښې ژمنه کړې چې د افغان حکومت پر وړاندې به جګړه نه کوي او هيڅ ډول نظامي فعالیت به نه کوي.

بلخوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم د څلورسوه طالب بندیانو له ډلې د ځینو آزادېدل تائید کړي خو د شمېر په اړه معلومات نه دې ورکړي.

د یادونې ده چې آزاد شوي ۸۰ تنه بندیان د هغو ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې څخه دې چې د لویې جرګې د پرېکړې له مخې یې افغان حکومت باید د بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره له خپلو زندانونو ازاد کړي.