طالبان دې د صلحې مذاکراتو ته کښیني
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92307-طالبان_دې_د_صلحې_مذاکراتو_ته_کښیني
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر د دغه هیواد د صلحې په خبرواترو کښې د طالبانو په زرترزره ګډون ټینګار وکړ.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Aug 18, 2020 01:12 Asia/Kabul
  • طالبان دې د صلحې مذاکراتو ته کښیني

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر د دغه هیواد د صلحې په خبرواترو کښې د طالبانو په زرترزره ګډون ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې عبد ا... عبد ا... پرون د افغانستان د صلحې د مشورتي لوې جرګې د اداري پلاوي په کتنه کښې، د صلحې په مذاکراتو کښې د خپل هیواد د حکومت او خلکو ښه نیت ته په اشارې سره وویل: طالبان باید بې له پلمې لټونې د صلحې په مذاکراتو کښې ګډون وکړي.

هغه د صلحې د مشورتي لوې جرګې اداري پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د صلحې د مذاکراتو په بهیر کښې د هیواد د ملي ګټو خلاف هیڅ ډول پریکړه نه کیږي.

د افغانستان د صلحې د مشورتې لوې جرګې د اداري پلاوي غړو هم په دغه کتنه کښې وویل: د هیواد خلک سره د هغې مرګ ژوبلې او درنو تاوانونو چې له جنګه یې زغملې دي، په پوره توان سره د صلحې د مذاکراتو ملاتړ کوي.

په عین حال کښې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم په یوه غونډه کښې ټینګار کړی چې هیڅکله طالبانو ته کلنک نه ورکوي.