حامد کرزی:
امریکا د افغانستان د ستونزو اصلي وجه ده
د افغانستان پخواني ولسمشر وویل: امریکا د افغانستان د ننیو ستونزو مسئوله ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر وویل: جنګ او ترهګري هغه اصلي مسئله ده چې افغانستان ورسره له تیردو دوو لسیزو راهیسې مخامخ دی او د رامینځته کیدو اصلي قصورواره یې امریکا ده.
حامد کرزي زیاته کړه: امریکا د افغانستان د ننیو ستونزو مسئوله ده.
هغه وویل: امریکې په افغانستان کښې جدي تیروتنې کړې دي خو هیله لرو چې له طالبانو سره د حکومت د خبرواترو دوام په افغانستان کښې یوه پایداره صلحه رامینځته کړي.
د افغانستان دغه پخواني ولسمشر هم داشان وویل: امریکې زمونږ کلي بمباري کړل او تاوان یې ورورسوه، امریکايي ځواکونو افغانان ونیول. دا چاره د یولړ هغو نورو ستونزو جرړه وه چې نن سبا یې په افغانستان کښې لرو او له امریکې سره زمان د اختلافاتو یوه برخه زمونږ په هیواد کښې د امریکې ناسم سیاستونه دي.
کرزي هم داشان وویل چې د افغان حکومت او طالب ډلې ترمینځ د خبرواترو د پیلیدو لپاره ترټولو مهم کار د جنګ او نښتو ختمول او د امریکايي ځواکونو شاتګ دی. دا هغه بنیادي اصول دي چې مونږ ورسره موافق یو.