د افغانستان حکومت د طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره شرط وټاکه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92555-د_افغانستان_حکومت_د_طالب_بندیانو_د_خوشې_کولو_لپاره_شرط_وټاکه
د افغانستان د ملي امنیت شورا د طالبانو له بندي خانو د خپل پوځ د کمانډو ځواکونو آزادیدل، د طالبانو د خطرناکو قیدیانو د آزادۍ د پیلولو شرط اعلان کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2020 03:36 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت د طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره شرط وټاکه

د افغانستان د ملي امنیت شورا د طالبانو له بندي خانو د خپل پوځ د کمانډو ځواکونو آزادیدل، د طالبانو د خطرناکو قیدیانو د آزادۍ د پیلولو شرط اعلان کړ.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل پرون د ټویټر له لارې یو پیغام کښې وویل: د صلحې په بهیر کښې د حکومت په کړنلارې کښې هیڅ بدلون نه دې راغلې او د طالب ډلې د ۳۲۰ خطرناکو زندانیانو د آزادۍ د پیلولو لپاره دغه ډله باید وړومبۍ د افغانستان د ملي اردو کمانډو ځواکونه خوشې کړي.

هغه څرګنده کړه: اوس د طالبانو دنده ده چې د صلحې له هلوځلو سره مرسته وکړي څو د تمې وړ نتیجه ترلاسه شي.

د افغانستان د صلحې د مشورتي لوې جرګې د موافقې له مخې، د طالبانو څلور سوه خطرناک قیدیان باندې آزاد شي او ولسمشر اشرف غني هم د هغوي د خوشې کولو حکم صادر کړ خو تراوسه ترې یوازې اتیا تنه آزاد شوې دي. له بلې خوا طالبان وايي چې ترڅو د هغوي د ټولو څلورو سوو بندیانو د آزادۍ کار نه وي بشپړ شوې تر هغې به خبرواترو ته کښې نه ني.