طالبانو له حکومت سره د سولې خبرې مشروطه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92832-طالبانو_له_حکومت_سره_د_سولې_خبرې_مشروطه_کړې
ایرنا خبري اژانس وايي طالبانو د افغانستان له حکومت سره د خبرو اترو پیلول د کابل د حکومت لخوا د دغه ډلې د پینځه شپیته (۶۵) نورو بندیانو له خوشي کیدا سره مشروطه کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2020 08:26 Asia/Kabul
  • طالبانو له حکومت سره د سولې خبرې مشروطه کړې

ایرنا خبري اژانس وايي طالبانو د افغانستان له حکومت سره د خبرو اترو پیلول د کابل د حکومت لخوا د دغه ډلې د پینځه شپیته (۶۵) نورو بندیانو له خوشي کیدا سره مشروطه کړې .

په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک نن وویل د افغانستان حکومت ته د دغه ډلې د وړاندې شوي فهرست پراساس د طالبانو پینځه شپیته (۶۵) بندیان تراوسه نه دي خوشي شوي او د دغو کسانو په کامل ډول تر خوشي کیدا پورې به د سولې خبرې اترې پیل نشي .

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د سولې په چارو کښې د حکومت د وزارت ویاندې میرمن ناجیه انوري وویل د طالبانو ډلې له شپږو (۶) بندیانو پرته د دغه ډلې له فهرست سره سم ټول طالبان خوشي شوي دي .

هغې وویل ټاکل شوي ده چې د طالبانو دغه شپږ (۶) بندیان به د خوشي کیدا لپاره قطر ته انتقال شي .

د افغانستان حکومت او طالبانو ډله څه موده مخکې د جنګ او د نښتو د ختمولو لپاره د خبرو اترو لپاره موافقې ته ورسیدل خو تراوسه دغه خبرې د اختلافاتو په دلیل نه دي پیل شوي .