د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوې قطر ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92859-د_افغانستان_د_حکومت_مرکچي_پلاوې_قطر_ته_لاړ
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبد ا... عبد ا... د دغه هیواد د مذاکراتي ټیم په مشرۍ له طالبانو سره د خبرواترو په موخه قطر ته تلې دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2020 00:54 Asia/Kabul
  • د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوې قطر ته لاړ

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبد ا... عبد ا... د دغه هیواد د مذاکراتي ټیم په مشرۍ له طالبانو سره د خبرواترو په موخه قطر ته تلې دی.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبد ا... عبد ا... د دغه هیواد د مذاکراتي ټیم په مشرۍ له طالبانو سره د خبرواترو په موخه قطر ته تلې دی.

عبد ا... عبد ا... پرون د قطر دوحې ته له روانیدو مخکښې د بین الافغاني خبرواترو پیلیدل د افغانستان د وروستیو څلورو لسیزو په کشالو کښې یوه تاریخي پيښه وبلله او هیله یې وښودله چې دغه مذاکرات په افغانستان کښې د روانې جګړې د ختمیدو او د عادلانه،پایدارې، باعزته او سراسري صلحې د ټینګیدو سبب شي.

د افغانستان د حکومت د مرکچي ټیم مشر زیاته کړه: د باور جوړونې په لړ کښې له مهمو ګامونو وروسته له طالبانو سره د جنګ له مرحلې تیریدل او د خبرواترو پړاؤ ته رسیدل، یوه بریا او په وضعیت کښې د بدلون نښه ده.

هغه هم داشان د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هیوادونو د ملاتړ په قدرونې سره په افغانستان کښې صلحه د سیمې او نړۍ د صلحې او امنیت په ګټه وبلله او ټینګار یې وکړ: له رامینځته شوي فرصته باید د عادلانه، عزتمندې او پایدارې صلحې د عملي کیدو لپاره ګټه پورته شي.

په دغه سفر کښې د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر او د افغانستان د حکومت د مرکچي ټیم ۲۱ تنه غړي د عبد ا... عبد ا... ملګرتیا کوي.

د طالبانو مرکچي پلاوې له مخکښې نه قطر ته تلې دی او دا مذاکرات نن پیلیږي.