په بغلان ولایت کښې جګړه روانه ده
Sep 15, 2020 02:51 Asia/Kabul
د افغانستان د شمال په بغلان ولایت کښې سختې جګړې حکومتي ځواکونو ته ډیره مرګ ژوبله اړولې ده.
د بغلان د ولایتي شورا غړي وویل: د هغو سختو نښتو له امله چې له څلورو ورځو راهیسې د دې ولایت په نهرین، برکه، تاله و برفک او مرکزي بغلان ولسوالیو کښې د افغانستان د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمینځ پیل شوې دي، د خبر تر مخابره کیدو پورې په کښې ۴۰ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فیروز الدین ایماق زیاته کړه: په بغلان کښې د جنګ د پراختیا له امله د تاله و برفک او برکه په شمول د دې ولایت ځینې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
ټیګونه