د افغانستان د سولي خبرو اترو نن هم نتیجه نه لرله
زمونږ خبریال وايي په قطر کښې د افغانستان د حکومت او د طالبانو د مرکچي پلاویو د کاري ډلو غونډه یوځل بیا له کومې نتیجې او نهایي موافقې پرته پاې ته ورسیده .
په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک نن وویل د افغانستان د حکومت او د دغه ډلې د مرکچي پلاوي کاري ډلې تراوسه د خبرو اترو د اصولو په هکله موافقې ته نه دي رسیدلي خو په دې هکله د اختلافاتو د حل او موافقې ته د رسیدا لپاره سلامشورې دوام لري .
د طالبانو د ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي دي د طالبانو او د کابل د حکومت مرکچي پلاویو په خبرو کښې ښه پرمختګونه کړي دي او دا د یوه (۱) مهم ګام لپاره ښه پیلامه ده .
د افغانستان د حکومت او د طالبانو ډلې ترمینځ د سولې خبرې اترې د سپتمبر د میاشتې له دولسمې (۱۲) نیټې راهسې په قطر کښې پیل شوي چې اوس هم روانې دي .