اسدالله خالد:
که طالبان صلحې ته غاړه کېنږدي؛ نور به هم وځپل شي
د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي، که طالبان صلحې ته غاړه کېنږدي او لا هم د جګړې لپاره سر زوري وکړي، نور به هم وځپل شي.
د خبريال خبري سائيټ د رپوټ له مخې اسدالله خالد هلمند ولایت ته په سفر کې امنیتي ځواکونو ته په وینا کې ویلي، د افغانستان زړور ځواکونه د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې دفاع کولی شي او په هلمند ولایت کې هم امنیتي ځواکونو طالبانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړے دے.
د خالد په خبره، اوس له امنیتي پلوه افغانستان د هېڅ یوه بهرنې هیواد ملاتړ ته اړتيا نه لري.
اسدالله خالد وایي، تر ٩٦ سلنه عملیات په خپله افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ترتیب او تنظیموي.
د خبريال د رپوټ له مخې دا په داسې حال کې ده چې په هلمند ولایت کې له څو ورځو را هیسې جګړو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو پر وړاندې د هلمند د ساتلو کلک مقاومت کړی.
هلمند کې له لاسه تللې سیمې چې طالبانو سره وې او لویې لارې یې تړلې وې، بېرته امنیتي ځواکونو نیولي او لارې یې خلاصې کړي دي.
د رپوټ مطابق په هلمند ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې څه باندې ٣٠٠ طالبان وژل شوي او ٨٠ جنګیاليو ، جسدونه یې د هلمند د دیشو ولسوالۍ له لارې پاکستان ته وړل شوي دي، د طالبانو لسګونه مړي لا هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي، او ټپیان یې د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ روغتون ته او د دیشو ولسوالۍ له لارې پاکستان ته اړول شوي دي.