پاکستان ته د امريکې د فوځي سازوسامانونو په منتقلولو د افغانستان نيوکه
امريکه له افغانستانه د خپلو فوځيانو له وېستلو سره په يو وخت خپل فوځي سازسامانونه پاکستان ته منتقلوي.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ولسي جرګې استازيو پرون په يوه عمومي غونډه کښې وويل، امريکه هره ورځ دوه سوه ټېنکونه او خپل نور فوځي سازوسامانونه د سپين بولډک او تورخم له پولو څخه پاکستان ته منتقلوي.
په ولسي جرګه کښې د کابل استازي ا... ګل مجاهد تاکيد وکړ، د اډو ړنګول او پاکستان ته د سازوسامانونومنتقلول د کابل او واشنګټن ترمېنځ د تفاهم ليک په خلاف چاره ده او د دغه تړون له مخې امريکنيان له افغانستانه له تللو مخکښې پکار دے خپل فوځي سامانونه د دغه هېواد حکومت ته وسپاري.
هغه همدارنګ وويل، امريکنيانو د افغانستان د پروان ولايت د بګرام په فوځي اډه کښې يو شمېر ودانۍ نړولې دي.
په ولسي جرګه کښې د لغمان استازي رفيع مموزي هم وويل، افغان حکومت بايد امريکې ته له هېواده د سازوسامانونو د وېستلو اجازه ورنکړي.
دا په داسې حال کښې دي چې د امريکې لخوا د بګرام د فوځي اډې د ړنګولو او پاکستان ته د فوځي سازوسامانونو منتقلولو عمليات د افغانستان د مشرانو د جرګې له نيوکې سره مخامخ شوي وو او دغې جرګې دغه سامانونه افغان فوځ ته د حواله کولو غوښتنه کړې وه.
بګرام هوائي اډه په افغانستان کښې د امريکې يوه ډېره مهمه فوځي اډه ګڼل کيږي چې امريکائي فوځيانو به خپل هوائي عمليات له دغې اډې څخه ترسره کول.
د امريکې ولسمشر د اګست په څلورمه اعلان وکړ چې په افغانستان کښې د امريکائي فوځيان شمېر به څلورو زرو ته ورسوي او د دغه ځواکونو د وتلو لپاره د مهال وېش ټاکل يې رد کړل.
دا په داسې حال کښې دي چې امريکې په افغانستان کښې په خپل نولس کلن شتون کښې ماتې خوړلې او هم هغه شان په جبه کښې ګېره ده او کوشش کوي چې ځان له خودساخته منجيلې څخه خلاصه کړي.