په قطرکې دکابل حکومتي او طالب استازو ناسته بې نتیجې وه
نادري څه موده مخکې هم خبرداری ورکړی ؤ چې که نښتې دوام وکړي ، نو د افغانستان د حکومت مرکچي ډله ممکنه ده د خبرواترو په باب په بیا کتنې مجبوره شي .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړی،د طالبانو د مرکچي ټيم ویندوی محمد نعیم وئيلي دي،د دوي درې کسیزې ډلې د قطر د خبرواترو د ایجنډا داختلافي مسئلو دحل لپاره د افغانستان د حکومت له درې کسیزې تماس ډلې سره کتنه او خبرې کړي دي .
هغه زیاته کړې،په دغې ناستې کې بیا هم د اختلافي ټکو په باب خبرې شوي او ددغو ناستو پر دوام ټینګار شوی څو زرترزره د خبرواترو د ایجنډا په سر نهائي موافقه وشي .
د افغانستان د حکومتي مرکچي ټیم ویندوي نادر نادري هم ددغې ناستې په تائيدولو سره وئيلي دي،چې لیده کاته به د اختلافي موردونو تر حل پورې دوام وکړي .
ددواړو مرکچي لورو خبرې،بلکې د خبرواترو د ایجنډې په باب ناستې،د افغانستان په څه دپاسه شلو ولایتونو کې د سختو نښتو او اخ و ډب له دوام سره په یووخت روانې دي .
نادري څه موده مخکې هم خبرداری ورکړی ؤ چې که نښتې دوام وکړي ، نو د افغانستان د حکومت مرکچي ډله ممکنه ده د خبرواترو په باب په بیا کتنې مجبوره شي. د کابل حکومت د مرکچي ډلې ویندوي د قطر د موافقې ،یعني د طالبانو ډلې او امریکا ترمینځ د شوي موافقې د مادو او د حنفي فقې د اساس ګرځولو په باب دطالبانو دلې د ټينګار په باب هم وئيلي دي ، دغه اقدام د اور بند په څير د اصلی بحثونو په باب د خبرواترو مخه نیولې ده .