طالبان له جنګه لاس په سرکیدا پرته بله چاره نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93734-طالبان_له_جنګه_لاس_په_سرکیدا_پرته_بله_چاره_نه_لری
طالبان غواړي ، د خبرواترو په پوښښ کې په جنګ کې د بریالیتوب او امتیاز اخستو په فکر کې شي ، چې دا یو باطل او پوچ خیال دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 24, 2020 08:59 Asia/Kabul
  • طالبان له جنګه لاس په سرکیدا پرته بله چاره نه لری

طالبان غواړي ، د خبرواترو په پوښښ کې په جنګ کې د بریالیتوب او امتیاز اخستو په فکر کې شي ، چې دا یو باطل او پوچ خیال دی .

زمونږخبریال  د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ ډ افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش ټينګارکړی،طالبانوډله د جنګ له ختمولو پرته بله چاره نه لري .

 سرودر دانش پرون یوځل بیا پرطالبانو غږ کړی،په قطرکې دسولې  د خبرواترو  یوې نتیجې  ته درسیدا لپاره ، دې وخت ضائع نه کړی او په افغانستان کې دې له اور بند او  د جنګ جګړو  او وژلو له  ختمیدو سره موافقه وکړي .

 د افغانستان  دغه لوړپوړي چارواکي وئيلي دي ،  د افغانستان له حکومت سره  له خبرواترو سره په یووخت د طالبانو  دجنګ سختول ، ددغې ډلې په کړچار کې ښکاره  توبیر  دی .

 د اشرف غني دوهم مرستیال زیاته کړې ،طالبان غواړي ، د خبرواترو په پوښښ کې  په جنګ کې د بریالیتوب  او امتیاز اخستو په فکر کې شي ، چې دا یو باطل او پوچ خیال دی .

 د سروردانس دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې په تیرو څوورځو کې  په قطر کې د اشرف غني د حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ د سولې له خبرواترو سره سره  ، دافغانستان بیلابیلې سیمې د هغو  پراخو نښتو اوبم چاودنو شاهدې دي ، چې  له امله ئې د عامو خلکو پشمول  د دواړو لورو په سلګونو  کسانو ته مرګ ژوبلې  اوښتي دی .