اشرف غني د طالبانو په جنګ غوښتنې نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94221-اشرف_غني_د_طالبانو_په_جنګ_غوښتنې_نیوکه_وکړه
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني د طالبانو ډلې جنګ غوښتنه په قطر کښې د سولې خبرو اترو نتیجې ته د نه رسیدا خنډ وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2020 00:57 Asia/Kabul
  • اشرف غني د طالبانو په جنګ غوښتنې نیوکه وکړه

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني د طالبانو ډلې جنګ غوښتنه په قطر کښې د سولې خبرو اترو نتیجې ته د نه رسیدا خنډ وبلله .

هغه پرون د افغانستان د پوځ له مسولانو او د شمالي ولایتونو له والیانو سره په کتنې کښې وویل د کابل حکومت په هیواد کښې د سولې د ټینګیدا غوښتونکی دی خو طالبان اوس هم د جنګ نیت لري .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني زیاته کړه د پوځ عسکر له طالبانو او ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره بشپړه چمتووالی لري .

طالبانو ډلې څه موده کیږي چې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې خپلې حملې زیاتې کړي دي .

په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو لپاره د طالبانو او د حکومت ترمینځ د سولې خبرې اترې چې د سپتمبر د میاشتې له دولسمې (۱۲)نیټې راهسې په قطر کښې پیل شوي بندون ته رسیدلي دي او دواړه لوري تراوسه هیڅې موافقې ته نه دي رسیدلي .