پمپیود افغان دولت او طالبانوله استازیو سره بې نتیجې کتنې درلودلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94360-پمپیود_افغان_دولت_او_طالبانوله_استازیو_سره_بې_نتیجې_کتنې_درلودلی_دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیوپه دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو له استازو سره جلا – جلا وکتل چی هیڅ نتیجه یې نه درلوده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2020 11:47 Asia/Kabul
  •  پمپیود افغان دولت او طالبانوله استازیو سره بې نتیجې کتنې درلودلی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیوپه دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو له استازو سره جلا – جلا وکتل چی هیڅ نتیجه یې نه درلوده

پامپیو قطر ته تر روانېدو مخکې ویلي و چې دوحې ته  ورځي چې د افغانستان د سولې د ولاړ حالت د پای ته رسولو لپاره د افغانستان د دولت او طالبانو له استازو سره وویني.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی ډاکتر محمد نعیم ویلي چې مایک پامپیو د طالبانو د قطر د دفتر له مشر او د طالبانوډلې  د مرستیال ملا برادر او دغه راز د طالبانو د مرکچي پلاوي له مشر شیخ عبدالحکیم سره کتلي دي.

د ښاغلي نعیم په وینا دواړو خواوو د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې او پر هغې د دواړو خواوو د درېدا په اړه خبرې وکړې.

پامپیو همداراز د افغانستان د سولې د چارو له وزیرسادات منصور نادری سره هم کتنه او خبرې اترې کړی دي .

د افغان دولت او طالبانو سره د پمپیو خبرې اترې د خبرواترو په بهیرکې د پرمختګ په هکله له کوم راپورخپریدا پرته پاې ته ورسیدې .