د هرات د منارې د رغونې کار پیل شو
Nov 27, 2020 04:17 Asia/Kabul
آغا خان کلتوري فاونډیشن په افغانستان کښې د هرات د منارې د بیارغاونې ابتدايي کارونه پیل کړي دي.
د طلوع نیوز د خبر له مخې د آغا خان د کلتوري بنسټ مسئولان وايي چې له دغې منارې څخه نمونې اخیستل شوې دي او ټاکل شوې چې هغه د تحقیق لپاره ایټالیا ته ولیږلې شي.
هغوي زیاتوي چې د هرات د پنځمې منارې د بیارغاونې ابتدايي کارونه یې پیل کړي دي.
د آغان خان فاونډیشن په وینا، د لرغون پيژاندو یوه نړیواله ډله به د هرات په پنځمې منارې تحقیق وکړي څو د دغې منارې د مضبوطلولو چارې په معیارې توګه پرمخ لاړې شي.
ټیګونه