په مزارشریف کې د میرمنو دلاسي صنائعو نندارتون ترسره شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94474-په_مزارشریف_کې_د_میرمنو_دلاسي_صنائعو_نندارتون_ترسره_شو
د افغانستان د میرمنو دلاسي صنائعو او کرهڼيزو محصولاتو نندارتون همدااوس د ترسره کیدا په حال کې دی او دسیمې خلکو ئې پراخ هرکلی کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2020 01:33 Asia/Kabul
  •   په مزارشریف کې د میرمنو دلاسي صنائعو نندارتون ترسره شو

د افغانستان د میرمنو دلاسي صنائعو او کرهڼيزو محصولاتو نندارتون همدااوس د ترسره کیدا په حال کې دی او دسیمې خلکو ئې پراخ هرکلی کړی دی .

 زمونږ خبریال د طلوع نیوز خبری آژانس له قوله راپور  راکړ  د افغانستان د شمال  مزارشریف ښار کې  د میرمنو د  دودیزو قالیو ، دنقاشیو د تابلوګانو  او د آرایشي شیانو  نندارې ته وړاندې کولو  لپاره  درې ورځنۍ نندارتون  د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی  دی .

 د افغانستان د شمال په حوزې کې د  کلیوالو د  اقتصادي پراختیا پروګرام  مسئول سلیم تابش ، د شمال په کلو کې د ځاي تولید روڼتیا،د کارکسب  پراختیا او د داخلی  تولیدونکو  څخه ملاتړ  ددغه درې ورځني نندارتون  موخې  اعلان کړي دي .

 د  افغانستان د میرمنو دلاسي صنائعو او کرهڼيزو  محصولاتو نندارتون  همدااوس  د ترسره کیدا په حال کې دی او  دسیمې خلکو ئې پراخ هرکلی کړی دی .

Image Caption
Image Caption
Image Caption