د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا لومړنۍ غونډه
د افغانستان د ملی مصالحې دلوړې شورا په لومړنۍ غونډې کې چې پنځه څلویښت غړو پکې ګډون درلودلی، ددغه هیواد د جمیعت اسلامی ګوند او حزب اسلامی ګوند مشرانو صلاح الدین رباني او ګلبدین حکمتیار پکې شتون نه درلود. مارشل عبدالرشید دوستم هم ددغې غونډې په غایبو غړو کې شامل ؤ .
د افغانستان د ملی مصالحې په لومړنۍ ناستې کې ګډون کونکو د بهرنیانو په ځاي په دغه هیواد کې سولې ته د رسیدا لپاره له داخلی ظرفیَتونو څخه په استفادې ټينګار کړی دی .
د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا درهبرۍ کمیټې لومړنۍ غونډه په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او د دغې شورا دمشر عبدا...عبدا.... په ګډې مشرۍ ترسره شوه .
اشرف غني په دغې غونډې کې پخپلې وینا کې په دغې مرحلې کې له طالبانو ډلې سره ددغه هیواد دحکومت دسولې خبرې اترې مهمې او حساسې بللي او وئيلي ئې دي ،د خبرواترو له لومړنۍ مرحلې تیریدا ښودلې چې دا کار آسان نه ؤ خو نتیجې ته ورسید.
ډاکټر عبدا... عبدا... هم په دِې ناستې کې ددرستو افغانانو پر فکري غږملتیا، وحدت او داخلی اجماع باندې ټيڼګار کړی او وئيلي ئې دي ، باید په افغانستان کې تل پاتې او حقیقي سولې ته د رسیدا لپاره خپل نیّت ثابت کړو .
د افغانستان د ملی مصالې لوړه شورا ددغه هیواد د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروروسته او ددغې شورا په مشرۍ د عبدا... عبدا...په منصوبیدا سره جوړه شوې ده .سره له دې چې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په حکم سره شپږ میاشتې مخکې عبدا.... عبدا...ددغه هیواد دملی مصالحې د لوړې شورا مشري په غاړه واخسته،خو په دې مودې کې د شورا د ترکیب په باب د دوي تر مینځ اختلافات ددغې شورا د غړو دغونډې په چوکاټ کې د رامینځةکیدا خنډ شوي وو .
له دې مخکې دافغانستان د ملی مصالحې په لوړې شورا کې د غړیتوب لپاره د افغانستان د ولسمشر له خوا دځينو کسانو معرفی کیدا،د عبدا.... عبدا.... له مخالفت سره مخامخ شوې وه،خو ددغې شورا د شنبې ورځې لومړنۍ ناستې وښ،دله چې ظاهرا عبدا...عبدا....او اشرف غني، ددغې شورا دغړو دترکیب په سر سره موافق شوي دي .
په دغې ناستې کې د ګډون کونکو د ترکیب ډ ولوالي مشخصه کړې چېعبدا....عبدا...او اشرف غني له طالبانو ډ لې سره د سولې له خبرواترو سره د مرستې لپاره د سیاسی ډلو ټپلو له مضشرانو او دشخصیّتونو له ظرفیّتونو څخه داستفادې لپاره د غوره شخصیّتونو او د ګوندونو د نیوکه کونکو دشتون لپاره موافقې ته رسیدلي دي .
د افغانستان د ملی مصالحې دلوړې شورا په لومړنۍ غونډې کې چې پنځه څلویښت غړو پکې ګډون درلودلی، ددغه هیواد د جمیعت اسلامی ګوند او حزب اسلامی ګوند مشرانو صلاح الدین رباني او ګلبدین حکمتیار پکې شتون نه درلود. مارشل عبدالرشید دوستم هم ددغې غونډې په غایبو غړو کې شامل ؤ .
په داسې شرائطو کې چې د افغانستان حکومت د ۲۰۲۰کال د ستمبرله دولسمې نیټې څخه د قطر په کوربتوب سره له طالبانوډ لې سره د سولې د خبرواترو بهیر ته وارد شوی ، ددغه هیواد ملی مصالحې شورا د لومړنۍ غونډې ترسره کیدا دبین الافغاني خبرواترو په باب ددغه هیواد بدلونونو په ډګر کې په اغیزشیندونکو شخصیّتونو کې د انسجام او دداخلی غږملتیا په رامینځةکولو کې یو پیاوړی ګام دی .
سره له دې چې له دې مخکې هم عبدا... عبدا....د افغانستان له پخوانیو جهادي اوسیاسی مشرانو او دغه راز ددغه هیواد له ولسمشر سره جلاجلا لیده کاته کړي ، له احتمالي بندونونو څخه ئ د بین الافغاني خبرواترو د ویستلو لپاره له طالبانو ډلې سره د مرکچي ټيم د فیصلو کولو د صلاحیّتونو او اختیاراتو دزیاتولو غوښتنه کړې وه .
له طالبانوډلې سره د خبرواترو پر بهیر د افغانستان د حکومت ، سیاسی شخصیّتونو او د ګوندونو او ډلو ټبلو دمشرانو ترمینځ د وحدت او یووالي د پیاوړتیا اغیزو ته په پام سره،د ملی مصالحې د لوړې شورا ناستې،سولې ته په رسیدا کې د ملی همپالنې دزیاتیدا په اړه ددغه هیواد د ولس لپاره هم هیله منونکي کیدلی شي .