افغانستان د بریښنا د تولیدولو ظرفیت لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94785-افغانستان_د_بریښنا_د_تولیدولو_ظرفیت_لري
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني وویل دغه هیواد په سم مدیریت سره د درې لکه (۳۰۰۰۰۰) میګاواټه بریښنا د تولیدولو ظرفیت لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2020 08:27 Asia/Kabul
  • افغانستان د بریښنا د تولیدولو ظرفیت لري

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني وویل دغه هیواد په سم مدیریت سره د درې لکه (۳۰۰۰۰۰) میګاواټه بریښنا د تولیدولو ظرفیت لري .

محمد اشرف غني د اب وهوا له بدلونونو سره د مقابلې په هکله د اینټرنیټ له لارې غونډې کښې وویل افغانستان د پاکې انرژۍ د تولیدولو لپاره ستر ظرفیت لري او د سم مدیریت په بڼه کښې د درې لکه میګاواټه بریښنا د تولیدولو ظرفیت لري .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په دې خبرې سره چې دغه هیواد د اقلیمي بدلونونو په هکله د نړۍ یو(۱) ترټولو کمزوری هیواد دی وویل د اب و هوا بدلونونه نه یوازې په ملي سویه بلکې په نړیواله سویه یو(۱) مشکل دی او د دغه شخړې ختمیدل ډله ییزو سیمه ییزو  او نړیوالو مرستو ته ضرورت لري .

حاضردمه د افغانستان څه د پاسه پینځه اویا (۷۵) فیصده بریښنا له خارجي هیوادونو څخه واردیږي .