ولسي جرګې د اشرف غني د میرمنې څرګندونو ته غبرګون وښوده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94910-ولسي_جرګې_د_اشرف_غني_د_میرمنې_څرګندونو_ته_غبرګون_وښوده
د ښځو او معارفو د وزارتخانو د سرپرستانو په هکله د افغانستان د ولسمشر د میرمنې رولا غني خبرې د ولسي جرګې له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوې دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 20, 2020 02:42 Asia/Kabul
  • ولسي جرګې د اشرف غني د میرمنې څرګندونو ته غبرګون وښوده

د ښځو او معارفو د وزارتخانو د سرپرستانو په هکله د افغانستان د ولسمشر د میرمنې رولا غني خبرې د ولسي جرګې له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوې دي

د ښځو او معارفو د وزارتخانو د سرپرستانو په هکله د افغانستان د ولسمشر د میرمنې رولا غني خبرې د ولسي جرګې له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوې دي

طلوع نیوز خبر ورکړې چې د ولسمشر محمد اشرف غني میرمنې وړمه ورځ په یو لړ څرګندونو کښې ولسي جرګه د رایو د پیر پلور په یو مرکز بدله کړه او ویې ویل چې که د پارلیمان خوښه وي او که نه خو د دغه ارګان له خوا رد شوي وړاندیزي وزیران به خپل کارونه جاري وساتي.

د افغانستان د ولسي جرګې یوشمیر غړو د رولا غني په څرګندونو نیوکه وکړه او هغه یې د پارلیمان سپکاوې او د ډیموکراسۍ او جمهوریت له ارزښتونو سره په ټکر کښې وبللې.