د افغانستان د بشري حقوقو په چارو کښې د حکومت وزارت لغو شو
(last modified Mon, 21 Dec 2020 07:30:53 GMT )
Dec 21, 2020 12:00 Asia/Kabul
  • د افغانستان د بشري حقوقو په چارو کښې د حکومت وزارت لغو شو

افغان ولسمشر په يو حکم کښې د بشري حقوقو په چارو کښې د حکومت وزارت لغو کړ.

د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې مېرمن سيما سمر چې تر اوسه يې د بشري حقوقو په چارو کښې د حکومت د وزيرې په توګه فعاليت کوۀ وائي: د دغه وزارت تشکيل د اشرف غني لخوا لغو شوے دے.

هغه د افغان ولسمشر د دغې فېصلې له وجې څخه خبره نه وه.

اشرف غني تېر کال په اوړي کښې په يو حکم سره د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواکه کمېشن مشره مېرمن سيما سمر د بشري حقوقو په چارو او نړيوالو تعلقاتو کښې د حکومت د وزيرې او د ولسمشر د استازې په توګه ټاکلې وه.

 

ټیګونه