د غزني ولایت د خبریالانو د اتحادیې مشر ووژل شو
Dec 22, 2020 02:09 Asia/Kabul
د افغانستان په غزني ولایت کښې د خبریالانو د اتحادیې مشر د نامعلومو وسله والو په برید کښې ټرور شو
آوا خبري آژانس لیکلي چې د غزني د پولیسو د قومندې ویاند احمد خان سیرت رسنیو ته وویل: د غزني ولایت د خبریالانو د اتحادیې مشر رحمت ا... نیکزاد تیر مازیګر ۵ بجې په غزني ښار کښې خپل کور ته نزدې د بریدګرو په ډزو وژل شوی دی.
طالبانو د رحمت الله نیکزاد په وژله کښې خپله لاس لرنه رد کړې ده.
په نیکزاد باندې د تیر کال په ستمبر میاشت کښې هم حمله شوې وه خو هیڅ تاوان ورته نه و رسیدلې.
په دې وروستیو اونیو کښې په افغانستان کښې یوشمیر خبریالانو د مخالفو وسله والو ډلو د بریدونو له امله وژل شوي دي.
ټیګونه