اسماعيل خان په افغانستان کښې په فوري ډزبندۍ تاکيدوکړ
د افغانستان د جمعيت اسلامي يو مشر پرون له خلقو سره په يو مشاورتي ناسته کښې په دغه هېواد کښې په فوري ډزبندۍ او جنګ ختمولو تاکيد وکړ.
د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد اسماعيل خان دې ته په اشارې ره چې خلق پکار دے له حکومت ملاتړ وکړي وويل، د اشرف غني حکومت په وروستيو دوو لسيزو کښې په دغه هېواد کښې د ارزښتونو او لاسته راوړنو د ساتنې، د تاوتريخوالي د کمولواو د صلحې د ټينګښت غوښتونکے دے او صلح د ګاونډي هېوادونو په ګټه بولي.
د افغانستان دغه جهادي قوماندان زياته کړه، په دغه هېواد کښې صلح د سيمې لپاره ښه حالات رامنځته کوي او ګاونډي هېوادونه به ترې هم برخور وي.
هغه واضحه کړه که صلح رانه شي او د خبرو اترو لوري يې د ټينګښت په سر موافقې ته ونه رسي، له ټاټوبي څخه دفاع او د اوسني نظام ساتنه چې د ټول ولس ذمه واري ده له مشکل سره مخامخ شي.
د افغانستان د اسلامي جمعيت دغه يو مشر وويل هغه دې ته تيار دے چې د هېواد د ارامښت لپاره له طالب ډلې سره وجنګيږي.