د انډونېشيا د علمای محمديه تنظيم له مشر سره د افغان ولسمشر کتنه
(last modified Fri, 25 Dec 2020 10:17:18 GMT )
Dec 25, 2020 14:47 Asia/Kabul
  • د انډونېشيا د علمای محمديه تنظيم له مشر سره د افغان ولسمشر کتنه

افغان ولسمشر د انډونېشيا د علمای محمديه تنظيم له مشر سره په کتنه کښې به خپل هېواد کښې د ناامني په دوام اندېښنه څرګنده کړه.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد اشرف غني په دغه کتنه کښې وويل، د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د حملو، چاودنو او هدفمنو وژلو دوام د زغملو نه دے.

دغه لوړرتبه افغان چارواکي زياته کړه، د اسلامي نړۍ ټول علماء په افغانستان کښې د جنګ په  ناروا والي اجماع لري او په دغه هېواد کښې د تاوتريخوالي او قتل عام د ختمېدو غوښتونکي دي..

د انډونېشيا د علمای محمديه تنظيم مشر هم په افغانستان کښې د تاوتريخوالي په زياتېدو باندې د اندېښنې په څرګندولو سره له طالب ډلې وغوښتل چې جنګ دې ختم کړي او د اشرف غني له حکومت سره دې د صلحې د خبرو اترو په بهير کښې ملګرتيا وکړي.

يوسف کلا وويل، انډونېشيا دې چمتو ده په جکارتا کښې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمېنځ د صلحې د خبرو اترو د يو پړاو کورباتوب وکړي او پکښې د اسلامي نړۍ علماء ګډون وکړي چې د جنګ د خاتمې لپاره يوه حل لاره پېدا کړوو.

 

ټیګونه