د امنيت رامنځته کولو لپاره وسلو ته لاس کوو
(last modified Fri, 25 Dec 2020 10:35:35 GMT )
Dec 25, 2020 15:05 Asia/Kabul
  •  د امنيت رامنځته کولو لپاره وسلو ته لاس کوو

د ټلوالې او جمعیت ګوند اجرايي ريس عطامحمد نور وايي په هېواد کې نا امني اوج ته رسېدلې او مسول بنسټونه د امنیت د رامنځته کولو او ټينګولو په برخه کې پاتې راغلي دي نو دوي مجبور دي خپله لاس په کار شي.

د خبريال خبري سائيټ د رپوټ له مخې عطامحمد نور زياته کړه چې دی به په هر صورت وسلې ته لاس کوي او خپلو کسانو ته به امنيت ورکوي که څوک هرڅه وايی دی یې پروا نکوي، نور وايي ځينې کړۍ به هڅه وکړي د ده دې کار ته د ملېشه سازۍ نوم ورکړي خو دې یې پروا نه کوي او دا کار به خپله ترسره کوي.

د بلخ دې پخواني والي په حکومتي چارواکو نیوکه کړې ده چې د امنيت په راوستلو کښې پاتې راغلي دي، هغه وويل چې په هېواد کې امنیت ورځ تر بلې خرابیږي او د حکومت چارواکي صرف په فیسبوک کې تبليغات کوي او بل څه ګټور کار نکوي.

د افغان سرچينو په باور عطامحمد نور اشاره تر ډېره امرالله صالح ته وه ځکه په فيسبوک کې امرالله صالح تر نورو حکومتي چارواکو ډېر فعال دے، امرالله صالح چې ولسمشر غني ورته د کابل د امنيت چارې سپارلې دي خو د نور په قول د کابل د امنیت په تامینولو کې پاتې راغلی دے، په کابل کې داسې ورځ نه وي چې يو څوک يا د یوه چسپکي بم يا هم د کوم بل بريد له لاسه نه وي وژل شوې.

 

ټیګونه