ولسمشر غني د وروستیو هدفي وژنو عاملانو ته د سزا ورکولو امر کړی
(last modified Sun, 27 Dec 2020 03:11:58 GMT )
Dec 27, 2020 07:41 Asia/Kabul
  • ولسمشر غني د وروستیو هدفي وژنو عاملانو ته د سزا ورکولو امر کړی

ولسمشر اشرف غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې د ورستیو هدفي وژنو عاملین پیدا او سزا ورته ورکړي.

ښاغلي غني د ملکي وګړو او په ځانګړي ډول د سیاسي، مدني او ټولنیزو فعالانو چې په دې وروستیو کې د ترهګریزو بریدونو هدف ګرځېدلي، د لا ښه امنیت د تامین سپارښتنه کړې ده.

د ارګ له لورې پرون په یوه بیان کې راغلي: «د هیواد جمهور رئیس اړوندو ارګانونو ته دستور ورکړ چې پر مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ د برید په ګډون دې د ټولو وروستیو تروریستي بریدونو عاملین پیدا او د خپلو ناوړه اعمالو په سزا ورسوي.»

بل خوا د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون هم د هدفي بریدونو پر ډېرېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

یاد کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې هدفي بریدونه زیات شوي چې خلک یې د سولې د خبرو پر بریا شکمن کړي او حکومتي بنسټونو په خپلو کارونو کې پاتې بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې مدني فعالان، ژورنالستان، روغتیایي کارکوونکي، ملکي مامورین، قومي مشران او پوځي کسان د ناپېژاندو وسله‌ والو له لوري د هدفي وژنو ښکار شوي خو د طالبانو په ګډون یې هېڅ کوم چا یا ډلې پړه نه ده منلې.

 

ټیګونه