د افغانستان حکومت په دوحه کې د صلحې د بل پړاو خبرو له کېدو سره موافقه وکړه
افغان چارواکي وايي، حکومت پرېکړه کړې چې له طالبانو سره د سولې بل پړاو خبرې په دوحه کې، چې تر دې وړاندې لومړی پړاو خبرې پکې شوې وې، دوام وکړي.
تاند خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ویندوی فریدون خوځون پرون وویل چې دا پرېکړه په دې خاطر وشوه چې د کورونا وایرس له کبله پر سفر ډېرو ځایونو ته محدودیتونه دي.
له دې وړاندې د جرمني، ناروې او اندونیزیا په شمول یو شمېر هیوادونو وړاندیز کړی و چې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه توب ته حاضر دي او د افغانستان حکومت طالبانو ته وړاندیز کړی و چې د خپل هیواد په هره برخه کې چې دا ډله غواړي د سولې خبرې دې همالته وشي خو طالبان حاضر نه شول چې په خپل هیواد کې د سولې خبرې وکړي.
طالبان امنیتي ستونزې، په هیواد کې دننه د سولې د خبرو خنډ بولي.
د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو له اوږده ځنډه وروسته د رسمي خبرو پر اجنډا موافقه کړې ده او اوس په پام کې ده چې پر اصلي او لا ستونزمنو مسایلو خبرې پیل کړي.
د سولې د بل پړاو لپاره د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ ۵ مه ټاکل شوې ده چې یوازې ۷ ورځې ورته پاتې دي.
د ولسمشر غني دفتر په دوحه کې د سولې د خبرو د دوهم پړاو د پیلېدو خبره تایید کړه.