له ناامنۍ سره د مقابلې په موخه کابل کښې د د پولیسو شمیر زیات کړې شو
(last modified Tue, 29 Dec 2020 03:17:45 GMT )
Dec 29, 2020 07:47 Asia/Kabul
  • له ناامنۍ سره د مقابلې په موخه کابل کښې د د پولیسو شمیر زیات کړې شو

د افغانستان د ولسمشر مرستیال وویل چې له ترهګرو حملو سره د مقابلې لپاره د اشرف غني د فیصلې له مخې په کابل کښې د پولیس ځواکونو شمیر دوه چنده کیږي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال وویل چې له ترهګرو حملو سره د مقابلې لپاره د اشرف غني د فیصلې له مخې په کابل کښې د پولیس ځواکونو شمیر دوه چنده کیږي.

امر ا... صالح چې د افغانستان د پلازمینې د امنیت مسئولیت په غاړه لري، پرون یې زیاته کړه، امنیتی ارزونې ښودنه کوي چې د ثبات او ارامښت په حالت کښې هم د امنیتي ځواکونو او پولیسو شمیر د کابل د ۵ میلیوني نفوسو په نسبت ډیر لږ دی.

یاده دې وي چې په کابل کښې په دې وروستیو اونیو کښې د حکومتي چارواکو، مدني او رسندوي فعالان او افغان پوځیانو د وژلو څپې د دغه هیواد خلک او چارواکي سخت په قهر کړي دي.

 

ټیګونه