افغان عالمان وايي، په افغانستان کښې جنګ د مسلمانانو وژل دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95108-افغان_عالمان_وايي_په_افغانستان_کښې_جنګ_د_مسلمانانو_وژل_دي
د افغانستان په لویدیځ زون کښې لسو تنو عالمانو د هرات په جامع مسدجد کښې په یوه غونډه کښې، په خپل هیواد کښې روانه جګړه مسلمان وژنه وبلله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2020 14:11 Asia/Kabul
  • افغان عالمان وايي، په افغانستان کښې جنګ د مسلمانانو وژل دي

د افغانستان په لویدیځ زون کښې لسو تنو عالمانو د هرات په جامع مسدجد کښې په یوه غونډه کښې، په خپل هیواد کښې روانه جګړه مسلمان وژنه وبلله

د افغانستان په لویدیځ زون کښې لسو تنو عالمانو د هرات په جامع مسدجد کښې په یوه غونډه کښې، په خپل هیواد کښې روانه جګړه مسلمان وژنه وبلله

د افغانستان په لویدیځ کښې علماؤ او روحانیونو شورا په یادې غونډې کښې وویل: نه دي پکار چې د طالبانو د ادعا وړ اسلامي نظام د صلحې د مذاکراتو مخه ونیسي.

د دغې شورا مشر مولوي خداداد صالح ټینګار وکړ چې په هیواد کښې روان جنګ حرام دی او د اسلامي نړۍ ټولو  عالمانو دغه جنګ حرام اعلان کړی دی.

هغوي وویل: د طالبانو د فرمایشي اسلام طرحه د منلو وړ نه ده او یوازې د هیواد دیني عالمان کوې شي چې د اسلامي نظام په هکله نظر ورکړي.

مولوي خداداد صالح وویل: طالبان غواړي فرمایشي اسلام د افغانستان پر ولس راوتپي.

د هرات د حج او اوقافو مشر عبدالخالق حقاني هم وویل: د صلحې بین الافغاني مذاکرات ترتولو غوره انتخاب دی او علمای دین ترې ملاتړ کوي.

دغو عالمانو له طالبانو او هم افغان حکومته وغوښتل چې اوربند اعلان کړي.