ولسمشر غني د کندهار والي له دندې ګوښه کړ
(last modified Sun, 03 Jan 2021 00:16:10 GMT )
Jan 03, 2021 04:46 Asia/Kabul
  • ولسمشر غني د کندهار والي له دندې ګوښه کړ

د کندهار والي حیات الله حیات د ولسمشر غني په امر له دندې ګوښه او پر ځای یې روح الله خانزاده د نوي والي په توګه وټاکل شو.

د کندهار والي حیات الله حیات د ولسمشر غني په امر له دندې ګوښه او پر ځای یې روح الله خانزاده د نوي والي په توګه وټاکل شو.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې دغه ټاکنه د دې ادارې په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام له لوري شوې ده.

روح الله خانزاده له دې وړاندې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو د استازي په توګه دنده تر سره کوله.

حیات الله حیات په ۱۳۹۷ کال کې د کندهار د والي په توګه وټاکل شو او له هغې مخکښې یې د ننګرهار د والي په توګه دنده ترسره کوله.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوې وو چې ښاغلی حیات د کورونا په بودیجه کې د اختلاس په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

 

ټیګونه