د افغانستان ولسمشر د مذاکراتو له دویم پړاو مخکښې د قطر له امیر سره خبرې وکړې
(last modified Sun, 03 Jan 2021 00:36:28 GMT )
Jan 03, 2021 05:06 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر د مذاکراتو له دویم پړاو مخکښې د قطر له امیر سره خبرې وکړې

ولسمشر اشرف غني د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره د صلحې او اوربند په هکله ټلیفوني خبرې کړي دي

تاند خبري سایټ د ارګ له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له قوله لیکلي چې په دغه ټلیفوني مکالمه کې د قطر امیر ژمنه وکړه چې حکومت به یې د اوربند ټینګېدو په اړه د زمینې برابرولو برخه کښې هڅه وکړي.

په بیان کې دغه راز راغلي، ښاغلي غني او د قطر امیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا او په ځانګړي ډول د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني په داسې مهال د قطر له امیر سره خبرې کړي چې ټاکل شوې د راتلونکې سه شنبې یا نهې په ورځ (د جدي په ۱۶) په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ د سولې دویم پړاو خبرې پیل شي.

له دې وړاندې د افغانستان مرکچي پلاوي په ټینګار سره ویلي چې په دوهم پړاو مذاکراتو کې به له طالب استازو سره په اوربند او ځینو نورو مسایلو خبرې وکړي.

د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لومړی پړاو د روان کال د سنبلې میاشتې په ۲۲مه پیل او د عقرب په ۲۲مه پای ته ورسېد.

د یادونې وړ ده چې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو سره سره په هېواد کې د جګړې لمن پراخه شوې چې ورسره د ملکیانو، خبریالانو، د بشري حقونو او مدني فعالانو ترورونه هم ډېر شوي دي.

بلخوا د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د مذاکراتو دوهم پړاو کې باید د خبریالانو د ترور په اړه بنسټیز بحثونه وشي.

روانه اونۍ د حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي هم وویل چې په دوهم پړاو مذاکراتو کې به له طالب استازو سره د خبریالانو د هدفي وژنو په هکله خبرې وکړي.

دغه خبرې وروسته له دې مطرح کېږي چې په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې شپږ خبریالان وژل شوي.

که څه ددغو وژنو مسؤلیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو د افغانستان حکومت یې پړه پر طالبانو اچولې ده؛ حال دا چې طالبانو په هدفي بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

 

ټیګونه