د زړونو سردار په افغانستان کښې ډیره اغیزه لري
د افغانستان سیاسي او جهادي شخصیتونو د شهید سردار حاج قاسم سلیماني رول د افغانستان د خلکو په جهاد باندې ډیر اغیزناک وباله
د افغانستان سیاسي او جهادي شخصیتونو د شهید سردار حاج قاسم سلیماني رول د افغانستان د خلکو په جهاد باندې ډیر اغیزناک وباله
کابل کښې د سردار سلیماني د شهادت د وړومبۍ کلیزې په مناسبت پرون په جوړو شویو دستورو کښې د افغانستان د اسلامي غورځنګ ګوند او د قدس شریف د حامیانو د کلتوري شورا مشر وویل: شهید سلیماني یوازې د ایران نه بلکې د اسلامي نړۍ په ټولو مجاهدانو، مبارزانو او آزادي غواړو پورې اړونده دی.
مولوي مختار مفلح زیاته کړه: شهید سلیماني د فلسطین د مجاهدانو ترڅنګ ولاړ و او د افغانستان د خلکو په جهاد کښې هم د افغانستان د ملي اتل شهید احمد شاه مسعود په خوا کښې اودریده.
په دغو مراسمو کښې د افغانستان د اخوتِ اسلامي شورا مشر حبیب ا... حسام هم وویل: د شهید سلیماني د مقاومت اډه په افغانستان، سوریې، لبنان او فلسطین کښې د مقاومت له اډو سره تړلې ده او دا ټولې اډې د نړیوال استکبار او د لویدیځ د اهدافو په مقابل کښې دي.