ولسي جرګې په جاسوسۍ د تورنو چیني ښاریزو په آزادۍ نیوکه وکړه
(last modified Thu, 07 Jan 2021 03:30:07 GMT )
Jan 07, 2021 08:00 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان د ولسي جرګې د اطلاعاتو او امنیتي کمیشن مشر د دغه هیواد د حکومت له خوا په جاسوسۍ د تورنو لسو چینايي ښاریزو آزادول د قانون خلاف ورزي وبلله

د افغانستان د ولسي جرګې د اطلاعاتو او امنیتي کمیشن مشر د دغه هیواد د حکومت له خوا په جاسوسۍ د تورنو لسو چینايي ښاریزو آزادول د قانون خلاف ورزي وبلله

خان آغا رضايي وویل: که څه هم بیجنګ د افغانستان له حکومت سره په چین کښې د دغو لسو کسانو د محاکمه کولو ژمنه کړې ده خو دغه کار عملي نه دی.

هغه زیاته کړه: لږ وروسته له دې چې امنیتي ځواکونو دغه جاسوسان په کابل کښې ونیول، د ولسمشر ځانګړو ځواکونو هغوي له ځان سره بوتلل او امنیتي ځواکونو ته یې له هغوي څخه د تفتیش او پلټنو اجازه ورنه کړه.

رضايي زیاته کړه: ډیر د افسوس ځاې دی چې په دې لړ کښې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته حتی د تفتیش کولو فرصت هم ور نه کړې شو.

د افغانستان د ولسي جرګې دغه استازی وایي چې د یادو کسانو له نیول کیدو یوه ورځ وروسته د حکومت په مداخلې سره هغوي په یوې ځانګړې الوتکې کښې چین ته منتقل کړی شول.

 

ټیګونه