اشرف غني:
افغانستان کښې دې قدرت په قانوني توګه منتقل شي
Jan 08, 2021 13:23 Asia/Kabul
د افغانستان ولسمشر په دغه هیواد کښې د قدرت په قانوني انتقال باندې ټینګار کړی دی
د افغانستان ولسمشر په دغه هیواد کښې د قدرت په قانوني انتقال باندې ټینګار کړی دی
په افغانستان کښې د لنډمهاله حکوت د جوړیدو د احتمال په هکله له ګونګوسو وروسته ولسمشر اشرف غني په یوه وینا کښې وویل: د افغانستان خلک په هیواد کښې د جمهوري اسلامي نظام ړنګیدل نه مني او زما اصلي دنده دا ده چې قدرت خپل ځاې ناستي ته په قانوني بڼه وسپارم.
د افغانستان ولسمشر زیاته کړه چې د ولسمشرۍ مقام د افغانستان د ولس دی.