طالبان وايي، په افغانستان کښې د لنډمهاله حکومت د جوړیدو خبره دوي نه ده کړې
Jan 08, 2021 14:53 Asia/Kabul
په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په افغانستان کښې د لنډمهاله حکومت د جوړولو مطرح کول رد کړل.
په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په افغانستان کښې د لنډمهاله حکومت د جوړولو مطرح کول رد کړل.
تسنیم خبري آژانس لیکلي دي چې په قطر کښې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وویل چې دغې ډلې د افغانستان له حکومت سره د صلحې د مذاکراتو په ایجنډا کښې د موقته حکومت د جوړولو خبره نه ده کړې.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون د موقته حکومت د جوړولو د طرحې په غبرګون کښې ویلي وو چې د صلحې ټینګښت باید د افغانستان د اوسني سیاسي نظام په چوکاټ کښې نتیجې ته ورسیږي.
په قطر کښې د افغانستان د صلحې د مذاکراتو دویم پړاؤ سبا شروع کیږي.