کابل کښې له افغان ولسمشر سره د ترکمنستان د خارجه وزیر ملاقات
(last modified Sun, 10 Jan 2021 00:56:21 GMT )
Jan 10, 2021 05:26 Asia/Kabul
  • کابل کښې له افغان ولسمشر سره د ترکمنستان د خارجه وزیر ملاقات

ترکمنستان له افغان صلحې د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې په خاطر خپل چمتووالی وښود.

د تاند خبري سایټ په لیکنه، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر اشرف غني پرون مازدیګر د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره په ارګ کې وکتل.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، د افغانستان او ترکمنستان اړیکو په تېرو څو کلونو کې د سوداګرۍ، ترانزیټ، اقتصادي او سیاسي برخو کې زیات پرمختګونه کړي دي.

سرچینه وايي، ښاغلي مرادوف وویل چې حکومت یې له افغانستان سره د پراخه اړیکو غوښتونکی دی او دوی هڅه کوي چې د سیمه ییز اتصال لپاره د افغان حکومت د لیدلوري او اجنډا ملاتړ وکړي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو د ټاپي، ټاپ او نوري فایبر اقتصادي پروژو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ او افغانستان کې د بندونو جوړولو په اړه خبرې وکړې او د هکاریو په لا پراختیا یې ټینګار وکړ.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، د ترکمنستان په خاوره کې د ټاپي پایپ لاین د جوړولو کار پای ته رسېدلی او روان میلادي کال کې د افغانستان په خاوره کې د یاد پایپ لاین د کار د تمديدېدو په خاطر لازم تدابیر نیول شوي دي.

په دې ناسته کې ولسمشر غني ویلي، افغانستان له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د دوستانه اړیکو غوښتونکي دی او نه غواړي چې د سیمه ییز تاوتریخوالي برخه اوسي.

د یادونې وړ ده چې په دغه کتنه کې په ترکمنستان کې د افغان ځوانانو د تحصیلاتو په اړه هم خبرې شوي او د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر افغانستاني ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې په خاطر خپل تیاری ښودلی دی.

 

ټیګونه