افغانستان کرکټ ټیم آيرلينډ ته په دريمې لوبې کې هم ماتې ورکړه او لړۍ يې وګټله
(last modified Wed, 27 Jan 2021 03:29:41 GMT )
Jan 27, 2021 07:59 Asia/Kabul
  • افغانستان کرکټ ټیم  آيرلينډ ته په دريمې لوبې کې هم ماتې ورکړه او لړۍ يې وګټله

تر دې مخکې د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې له ايرلينډ څخه لومړۍ او دويمه لوبه هم ګټلې وه.

زمونږخبریال راپور راکړ  د افغانستان د کرکټ   ملی لوبډلې  د آیرلینډ  د کرکټ له ملی لوبډلې سره په در يمې يوه ورځنۍ نړيوالې لوبې کې هم ايرلينډ ته ماتې ورکړه او د درو لوبو لړۍ يې درې پر صفر وګټله.

دا لوبې د متحده عربي اماراتو په ابو ظبۍ کې ترسره شوې .د دريمې لوبې پچه يا ټاس ايرلينډ وګټلو او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د افغانستان د پيل دوو لوبغاړو تيزه لوبه پيل کړه، خو په ٤٠ منډو دواړه رحمن ا... ګربز او جاويد احمدي وسوځيدل، ورپسې ژر رحمت شاه هم وسوځېد.

لوبډل مشر اصغر افغان له محمد نبي سره محتاطانه لوبه وکړه او د افغانستان منډې يې تر سلو زياتې کړې، په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې افغانستان د ٩ لوبغاړو په سوځېدلو سره ٢٦٦ منډې جوړ ې کړې او ايرلينډ ته يې د ٢٦٧منډو هدف ورکړ.د افغانستان   راشد خان ٤٨، اصغر افغان ٤٠ ، ګلبدين نايب ٣٦، محمد نبي ٣٢ او رحمن ا... ګربز ٢٢ د پام وړ منډې جوړې کړې.

د ايرلينډ لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په اته څلوېښتم اوور کې په ٢٣٠ منډو وسوځيدله او دغه راز افغانستان دا لوبه  هم د ٣٦ منډو په توپير سره وګټله.

تر دې مخکې افغانستان له ايرلينډ څخه لومړۍ او دويمه لوبه هم ګټلې وه.

Image Caption
Image Caption

 

 

ټیګونه