طالبان د دوحې موافقې ته په کلکه پابند دي
د امریکا د دفاع وزارت پنټاګان ویندوی جان کربی بیګا په یولړڅرګندونو کې وئيلي ، طالبانو نه په افغانستان کې تاؤتریخوالی کم کړی دی او نه ئې هم د جنګ دختمولو په اړه پخپلو نورو ژمنو عمل کړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د طالبانو ډلې یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد د امریکا ددفاع وزارت دویندوي ورستیو څرګندونو په غبرګون کې چې وئيلی ئې دي ،طالبان د دوحې موافقې ته پابند نه دي وئيلي دي ، دا چورلټ دروغ دي ، طالبان پخپلو ژمنو عمل کوي او دا امریکا ده چې د دوحې له موافقې سرغړونه کوي .
د امریکا د دفاع وزارت پنټاګان ویندوی جان کربی بیګا په یولړڅرګندونو کې وئيلي ، طالبانو نه په افغانستان کې تاؤتریخوالی کم کړی دی او نه ئې هم د جنګ دختمولو په اړه پخپلو نورو ژمنو عمل کړی دی .
په افغانستان کې اړۍ ګړۍ په داسې حال کې په زیاتیدا دي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ شوي موافقې او دغه راز د طالبانو ډلې او افغان حکومت ترمینځ د احتمالي موافقې څخه درست افغان ولس نهیلی شوی او د دوحې خبرې د امریکائي استکبار یوه ستره دسیسه ګڼي.