په افغانستان کې پوځيان او ۱۸ طالبان وژل شوي
په تیرو څو میاشتو کې د افغان پوځيانو اوطالبانو ترمینځ نښتې په داسې حال کې سختې شوي ، چې د افغانستان ولس هیله درلوده د طالبانو او کابل حکومت ترمینځ روانې خبرې اترې به د دوي هیواد ته آرامښت اوسوله ډالۍ کړي ، خو داسې ښکاري چې دغه خبرې اترې به د افغان ولس لپاره نوره هیڅ ګټه ونه لري .
زمونږ خبریال دصداي افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان د نیمروز د ولایتي شورا یوه مسئول مقام نعمت ا... صدیقي نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ددغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ او دفراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ د طالبانو ډ لې دوسلوالو په نننیو حملو کې اتلس پوځيان وژل شوي او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .
هغه زیاته کړې ،طالبانو په ډله ایز ډول چې په لسګونو کسان وو، په درو ټانکونو او سترو وسلو سره د پوځ په مرکزونو حملې کړي دي .
په یوه بل خبر کې هم وئيل شوي د افغانستان ددفاع وزارت په نننۍ اعلامیې کې هم راغلي دي ، په غزني ولایت کې په ده یک ولسوالۍ کې د ملی اردو په پاکونکو عملیاتو کې د طالبانو ډلې د ځان مرګو یو پټنځاي تباه شوی دی.
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي په دغو عملیاتو کې د عربو ، پاکستانیو او تاجکو ترهه ګرو پشمول ۲۲ترهه ګر هم وژل شوي دي .