عبدالله عبدالله د ناټو د شتون د تمدیدا هرکلی وکړ
تسنیم خبري اژانس وايي افغانستان د ناټو د ځواکونو د شتون د تمدیدولو په هکله د دغه تړون د نوي کړچار ملاتړ وکړ .
د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله پرون وویل د سولې له بهیر د تاوتریخوالي له ختمیدا او د خبرو اترو میز ته له کیناستلو په ملاتړ کښې د ناټو تړون د غړیو هیوادونو د دفاع وزیرانو د وروستۍ فیصلې هرکلی کوو .
خو د پام وړ ټکی دا دی چې د افغانستان د سیاسي مسائیلو کارپيژاندي باوری دي چې طالبان د ناټو له دغه فیصلې سره په کامل ډول مخالف دي او هغه د جنګ د پراخولو او د سولې د خبرو اترو د بهیر د دریدا په معنا ګڼي او د ناټو دغه پریکړه د افغانستان امنیتي شرایط له مخکې څخه زیات سخت او پیچلي کوي .
د قطر د موافقې پراساس امریکا د روان میلادي کال په مي میاشت کښې له افغانستان څخه د واشنګټن د ټولو عسکرو د ایستلو لپاره ډاډمن کړي وو خو اوس امریکا د خپلې ژمنې خلاف ورزۍ کړي ده او وايي چې له افغانستان څخه د وتلو هیڅ پروګرام نلري .