په کابل کې درو چاودنو بیا د یوشمیر کسانو وینه وبهوله
په همداوروستیو کې د افغانستان دکابل پشمول په زیاترو سیمو کې د افغان پوځيانو او طالبانوډلې دوسلوالو ترمینځ په اوڅاره توګه نښتې زیاتې شوي او وئيل کیږي ، چې ښائي دغه ترینګلتیاوې نوره هم زیاتې شي ، ځکه په دوحې کې د امریکا او طالبانوډلې ترمینځ شوي موافقې ناکامیدا او همداراز دبین الافغاني خبرواترو بندون ددرستو افغانانو هیلې پيکه کړي دي او دا امریکائي ترهه ګرپوځيان دي چې په خړو اوبو کې کبان نیسي او د افغان ولس وینه بهوي .
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان د کابل پولیسو ویندوي فردوس فرامرز نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،دریمه چاودنه هم دکابل ښار د دریمې امنیتي حوزې په شاوخوا پل وحدت سیمې کې شوي چې دوه کسان پکې مړه او یو شمیر نور ټپیان شوي دي .
داپه داسې حال کې دي چې نن سهار له دې مخکې هم دکابل ښار په څلورمې او شپږمې امنیتي حوزوکې هم دوه چاودنې شوي چې په هغوکې هم د کابل پوهنتون داسلامی علومو دپوهنځي دوه استاذان وژ ل شوي دي . .
داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې د افغانستان دکابل پشمول په زیاترو سیمو کې د افغان پوځيانو او طالبانوډلې دوسلوالو ترمینځ په اوڅاره توګه نښتې زیاتې شوي او وئيل کیږي ، چې ښائي دغه ترینګلتیاوې نوره هم زیاتې شي ، ځکه په دوحې کې د امریکا او طالبانوډلې ترمینځ شوي موافقې ناکامیدا او همداراز دبین الافغاني خبرواترو بندون ددرستو افغانانو هیلې پيکه کړي دي او دا امریکائي ترهه ګرپوځيان دي چې په خړو اوبو کې کبان نیسي او د افغان ولس وینه بهوي .