د افغانستان غونډه د مارچ په اتلسمه ماسکو کښې جوړيږي
د روسيې د خارجه وزارت وياندې وويل، د افغانستان په اړه غونډه به د مارچ په اتلسمه په ماسکو کښې جوړيږي.
د اېرنا د رپوټ له مخې مېرمن ماريا زاخاروواپرون په يوې بيانيه کښې يادونه وکړه چې د پاکستان په شمول په روسيې، چين او امريکې مشتملې ټروئيکا غونډه به د خاصو استازيو په سطح د مارچ په اتلسمه نېټه په ماسکو کښې جوړه شي او د افغانستان د مسائلو د هواري په پکښې بحث او خبرې اترې اوشي.
هغې زياته کړه هيله کيږي چې د افغانستان د حکومت او د مصالحتي عالي شورا پلاوے، لوړرتبه افغان سياسي شخصيتونه د طالب ډلې استازے او د قطر نمائنده به په دغه غونډه کښې ګډون وکړي.
هغې د دې په بيانولو سره چې د روسيې خارجه وزير سرګئ لاوروف به د دغې غونډې ګډون کونکو ته يو پېغام ولري، زياته کړه، د ماسکو د غونډې په دوران کښې هيله کيږي په دوحه کښې د بين الافغاني خبرو اترو له پرمختګ او په افغانستان کښې د لانجو او تاوتريخوالو له کمښت سره مرسته اوشي او پکښې به د يو خپلواکه هېواد په توګه د افغانستان د مضبوطولو او له ترهه ګرۍ او نشه ايزو موادو څخه د پاکولو په اړه بحث او څېړنه اوشي او په آخر کښې به يو ګډه بيانيه جاري شي.