د ماسکوغونډې موخه د سولې له بین الافغاني خبروسره مرسته ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97546-د_ماسکوغونډې_موخه_د_سولې_له_بین_الافغاني_خبروسره_مرسته_ده
ټاکل شوې ده ،په ماسکو کې د افغانستان د سولې خبرې اترې د چین ،پاکستان، امریکا، دافغانستان د حکومتونو او دطالبانو ډلې د استازو ترمینځ د مارچ په اتلسمه نیټه ترسره شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2021 01:41 Asia/Kabul
  •  د ماسکوغونډې موخه د سولې له بین الافغاني خبروسره مرسته ده

ټاکل شوې ده ،په ماسکو کې د افغانستان د سولې خبرې اترې د چین ،پاکستان، امریکا، دافغانستان د حکومتونو او دطالبانو ډلې د استازو ترمینځ د مارچ په اتلسمه نیټه ترسره شي .

 تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی ،  د روسیې  خارجه وزیر وئيلي دي ، په ماسکو کې د  افغانستان د سولې  په اړه غونډه  په قطر کې د بین الافغاني  خبرو اترو سره  دسیالۍ لپاره نه ،بلکې  له دغه بهیر سره دمرستې لپاره ده .

 د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  د قطر اوترکیې له خارجه وزیرانو شیخ محمد بن عبدالرَّحمن  آ ل ثاني او مولود چاوو ش اوغلو سره  په  ګډ خبري کنفرانس کې  وئیلي دي ، د ماسکو د غونډې موخه  دبین الافغاني خبرواترو د  بریالیتوب لپاره دځينو خنډونو لیرې کول  او ددغه بهیر پیاوړي کول دي .

په دغې غونډې کې د قطر خارجه وزیر  هم د لاؤروف د خبرو په تائيدولو سره وئيلی دي ، په ماسکو کې د افغانستانا د سولې د بهیر  په اړه ناسته  په قطر کې د بین الافغاني خبرواترو سره سیالي نه ګڼي .

 ټاکل شوې ده ،په ماسکو کې د افغانستان د سولې خبرې اترې  د چین ،پاکستان، امریکا،  دافغانستان د حکومتونو   او  دطالبانو ډلې  د  استازو ترمینځ د مارچ په اتلسمه نیټه ترسره شي .

 له دې مخکې د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا  هم ويئلي وو ،په روسیې کې  د افغانستان ناسته  د دغه هیواد د ستونزو او ترینګلتیاؤ  حل ته بیّله ده .

Image Caption