طالب ډلې په پکتیا کښې څارنوال ووژه
طالبانو تېر ماښام په ګردیز ښار کې یو څارنوال هغه مهال په ډزو وژلی، چې له دندې د کور په لور روان و.
طالبانو تېر ماښام په ګردیز ښار کې یو څارنوال هغه مهال په ډزو وژلی، چې له دندې د کور په لور روان و.
تاند خبري آژانس لیکلي چې د یاد ولایت د امنیه قومنداني ویاند محمد لعل امیري ویلي: “د پکتیا د استناف څارنوالۍ دغه ملکي څارنوال بیګا ماښام هغه مهال د دې ولایت د مرکز اړوند د پنځمې امنیتي حوزې ته څیرمه سیمه کې د وسله والو طالبانو تر برید لاندې راغی، چې له دندې وروسته کور ته روان و.”
د امیري په خبره، بریدګر په تېښته بریالي شوي، خو پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په پکتیا کې د استناف څارنوالي یاد څارانوال وروسته له هغې وژل کیږي، چې دوه اوونۍ وړاندې ددې ولایت د مرکز اړوند د لومړۍ امنیتي حوزې په سیمه کې د استناف څارنوالۍ یو بل څارنوال هم په خپل کور کې د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی و.
له برید وروسته په ټولنیزو رسنیو کې خلکو د امنیتي مسؤولینو پر ناغیړۍ او د طالبانو پر دغه ډول جګړه سختې نیوکې کړې دي.
د معلوماتو له مخې په تېرو دوو اوونیو کې په هدفي وژنو او وسله والو بریدونو کې دوه څارنوالان، د ولایتي شورا یو غړی، د ولسي جرګې د پخوانیو ټاکنو نوماند او یو شمېر نور دولتي او نا دولتي کسان وژل شوي او ځینې یې ټپیان شوي دي.
بل لور ته بیا طالبانو پرون په پروان ولایت کې یو ځوان د ملي بیرغ د ګرځولو په تړاو وژلی دی.