اشرف غنی د سولې لپاره د وړاندیزی طرحې په اجرا ټینګار وکړ
که طالبان په انتخاباتو کې له بایللو ویره لری نو هغه چمتو دې په دغو انتخاباتو کې خپل شتون باندې سترګې پټې کړی .
د افغان غږ. خبری اژانس له راّپور سره سم د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني زیاته کړه که طالبان په انتخاباتو کې له بایللو ویره لری نو هغه چمتو دې په دغو انتخاباتو کې خپل شتون باندې سترګې پټې کړی .
ده وویل، افغانستان یوې عزتمنې صلحې ته اړتیا لري چې د هیواد لپاره د روښانه راتلونکې سبب شي؛ نه داسې صلحه چې افغانستان په نړیواله ټولنه کې منزوي کړي.
ولسمشر غني د صلحې لپاره د خپل پلان په تشریح کې وویل، له افغانستانه دباندې به هیچا ته اجازه ورنه کړل شي چې د دې هیواد لپاره مشر وټاکي.
ده وویل«موږ ته د نظام دوام مهم دی نه د ځان.
ښاغلي غني دا هم وویل، که هرڅوک داسې ګومان کوي چې د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه به وپاشل شي، له سره دې فکر وکړي.
د افغانستان ولسمشر د ملګروملتو رول ته په اشارې وویل«ملګري ملتونه متبادل نه دي خو په افغانستان کې د صلحې د ټینګولو په برخه کې رول لوبوي او په افغانستان کې تلپاتې صلحه او ثبات، چې هیله ده افغانستان ته به راشي، د ملګروملتو د امنیت شورا او ټولې نړیوالې تولنې تضمین ته اړتیا لری.
ښاغلي غني زیاته کړه د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په هیواد کې د خپلو وینو په بیه د ولسواکۍ دفاع کړې ده.» ده د دولت د وسله والو مخالفانو جنګ د واک د ترلاسه کولو لپاره جګړه وبلله.
د افغانستان ولسمشر په عین حال کې د ترکیې د استانبول غونډې ته پوره چمتووالی اعلان کړ.
له بلی خوا طالبانو د سولې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني له طرحې سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې د دوحې تړون عملي کول افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره غوره انتخاب دی .