د افغانستان د ملي امنیت شورا:
د افغانستان پوځیان دخپل هیواد امنیت ټینګولې شي
د افغانستان د ملي امنیت د شورا د دفتر ویاند د دغه هیواد د امنیت د ټینګولو لپاره د افغان پوځیانو د توانمنۍ په ضرورت ټینګار وکړ.
د افغانستان د ملي امنیت د شورا د دفتر ویاند د دغه هیواد د امنیت د ټینګولو لپاره د افغان پوځیانو د توانمنۍ په ضرورت ټینګار وکړ.
له افغانستانه د ناټو او د امریکې د ترهګرو پوځیانو د وتلو د کره نیټې له معلومیدو وروسته د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند رحمت ا... اندړ نن وویل: اوس نړیوالې ټولنې د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې اعتماد او باور پیدا کړی دی او دغه ځواکونه د هیواد د امنیت د ټینګولو بشپړه توانايي لري.
هغه د افغانستان د خلکو دفاع د ملي اردو د ځواکونو همیشنۍ دنده وبلله او زیاته یې کړه چې دغه پوځیان له پوځي او فني نظره پر ځان بسیا دي.
امریکې او ناټو ویلي دي چې د ۲۰۲۱ کال د ستمبر تر ۱۱ نیټې به له افغانستان څخه د امریکې او ناټو پوځیان وباسي.
د ویلو ده چې د افغانستان خلک او چارواکي په کراتو له خپل هیواده د امریکې په قومندې د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتونکي شوي دي.